Da stargo tor ye Muhammada || Naat at Madina || Asghar Lawangin

Da stargo tor ye Muhammada || Naat at Madina || Asghar Lawangin

د ګران سرور یوسفزئی ډیر منندوی یم چی زما نعتيه کلام یی په مدينه منوره کی ده جانان (صلی الله علیه واله وسلم)َ روزی مخامخ الوستو. ډیره مینه اؤ مننه د حسن مجموعه د سترګو تور یې محمده زما د محبت د دنیا کور یې محمده بس خدای دے او د خدای نه پس هم ستا نوم او مقام دے دَ هر مومن په زړه باندی راخور یې محمده نامه دي په جار جار اخلم عزت مې سیوا کیږي دا ځکه خو په هر ګام په هر لور یې محمده ارمان مې دے چی ستا د ښايستونو ښار کښې ورک شم هم کور مې ستا په ښار کښې یې هم ګور یې محمده د حسن مثالونه خو بے مثله ذات له نه وی نو ستا په شان ښایسته به چرته نور یې محمده ؟ غمونه دَ اصغر دَ ژوند نه لاړ شی فنا کیږی زما دَ زړه دَ هر یو غم ټکور يې محمده صل اللہ علیہ والہ وسلم